د افغانستان ملي مقاومت جبهه شنبه ورځ اعلان وکړ چې د هرات ښار د بند پاشدان سیمه کې د طالبانو د پاترول موټر پر بریدکې لږ تر لږه دوه طالب غړي ووژل شول. مړه شوي کسان د الفاروق قول اردو د لومړۍ لوا افسران وو.

د جبهې د اعلامیې له مخې، دا برید د پنجشنبې شپې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجو وشو او د مقاومت ځواکونو ته هیڅ زیان ونه رسید. د هرات سیمه ییز سرچینو هم د هغه شپې د ډزو غږ تایید کړ.

د طالبانو مخالف پوځي جبهو اخیرا افغانستان کې پر بریدونو زیاتوالی راوستی دی. مخکې جبهې د بدخشان کران او منجان ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوسته هم د برید خبر ورکړی و.

#هرات #مقاومت\_جبهه #طالبان #افغانستان

Author