د امریکا د جیمزټاون فکري مرکز یو راپور کې لیکلي چې د طالبانو حکومت د افغانستان د کانونو کنټرول مرکزي کړی او دا سرچینې یې د خپل واک د پیاوړتیا وسیله ګرځولې دي. د دې سرچینو د اداره کولو طرز د لږ شفافیت سره د طالبانو د شورش د دوران د مالي تامین طریقو سره ورته والی لري.
طالبانو لږترلږه ۲۰۵ د کان ایستنې قراردادونه له ۱۵۰ شرکتونو سره لاسلیک کړي دي او د ۲۰۲۳ کال سپتمبر کې یې له ۶.۵ ملیارد ډالرو زیاتو نویو قراردادونو خبر ورکړی و. د ۲۰۲۶ کال د جولای په پیل کې شاوخوا زر طالباني ځانګړي ځواکونه بدخشان ته ولیږل شول.
جیمزټاون خبرداری ورکړی چې د دې روند دوام به د افغانستان اقتصادي شکنندګي زیاته کړي. افغان ناظران د طالبانو تر منځ د «د کان مافیا» د شتون خبر ورکوي.
#د_افغانستان_کانونه #طالبان #اقتصاد #افغانستان
🌐