نعمان، د هرات د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالرحمان مرادي زوی، د اسد پر ۱۹مه د دوشنبې پر ورځ د هرات د طالبانو د امنیې له فرماندهۍ د وتلو پر مهال د وسله والو لخوا ووژل شو. د هغه پلار دوه کاله مخکې د خپل کور کې وژل شوی و.

نعمان او د هغه مور مخکې د پلار د وژلو تور لاندې بندیان شوي وو. د هغه مور د تیر کال د میزان پر میاشت د هرات د طالبانو د استیناف محکمې د تبرئې وروسته د هماغه محکمې پر مخکې وژل شوه. نعمان هم له دغه تور نه بری و.

د نعمان د وژلو انګیزه او مسوولین لاهم نامعلوم دي او د هرات د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه هیڅ نه دي ویلي. د عبدالرحمان مرادي نیکه، شیراحمدخان علیزی چې «ارباب شیرو» هم ورته وايي، د هرات له سیمه ییزو نفوذ لرونکو کسانو ځنې دی.

#هرات #طالبان #وژنه #بشري\_حقوق #افغانستان

🌐

Author