د هند د Times of India ورځپاڼې راپور ورکړ چې د هند لوړپوړي چارواکي به احتمالاً د نوي ډیلي د افغان سفارت کې د طالبانو د پنځمې کلیزې مراسمو کې برخه واخلي. د دې مراسمو بلنلیک د طالبانو د سفارت د کاردار له خوا ځینو هندي چارواکو ته لیږل شوی دی.
ورځپاڼې لیکلي چې بلنلیک باندې د «اسلامي امارت افغانستان» نښه لیدل کیږي. هغو سرچینو چې نومونه یې نه غوښتل افشا شي، Times of India ته وویل چې د دې مراسمو جوړول د هند له خوا تایید شوي او د هند لوړپوړو چارواکو ته انتظار کیږي چې برخه واخلي.
هند تر اوسه طالبان نه دي پیژندلي، خو دا یې اجازه ورکړې چې د نوي ډیلي د افغان سفارت کنټرول خپل لاس کې واخلي. د طالبانو د پیژندلو په اړه د نوي ډیلي موقف لاهم د نړیوالې ټولنې له موقف سره سمون خوري.
#افغانستان #هند #طالبان #دیپلوماسي #نوی\_ډیلي
🌐