د لغمان په ولایت کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله د لسو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون اتلس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه ویشت نور ټپیان شوي دي. د دې پېښې ټول قربانیان له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال دي.
په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې تایید کړې چې دا کسان په کونړ کې له لنډمهاله استوګنې وروسته کابل ته په لاره وو. دغه موټر د شنبې په سهار د قرغیو ولسوالۍ په سرخکانو سیمه کې چپه شوی دی.
په لغمان ولایت کې د طالبانو حکومت د ترافیکو مدیر هم دغه شمېرې تایید کړې دي. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې خورا زیاتې شوې دي چې هره ورځ د ګڼو هېوادوالو ژوند اخلي.
#لغمان #افغانستان #ترافیکي\_پېښه #کډوال
🌐