د افغانستان ملي مقاومت جبهه اعلان وکړ چې د اسد د ۲۵مې شپه یې د بغلان ولایت د خوست او فرنګ ولسوالۍ مرکز باندې تهاجمي برید وکړ. د دې جبهې د ادعا له مخې، د طالبانو یو غړی ووژل شو او دوه نور یې ټپیان شول.
مقاومت جبهه دا هم ادعا کوي چې د دې عملیات پر مهال یې له دښمن نه یو وسله ترلاسه کړه. د طالبانو حکومت تر اوسه پورې دا برید نه تایید او نه رد کړی دی.
سازمان ملل متحد له دې دمخه د مقاومت جبهې، د آزادۍ جبهې او سبز روند د ځینو ادعایي بریدونو تایید کړی دی. د طالبانو لوړپوړي چارواکي تل د وسله والو مخالف ډلو د فزیکي حضور انکار کوي.
#مقاومت\_جبهه #بغلان #طالبان #افغانستان
🌐