د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وویل چې افغان سوداګرو او د داغستان روسیې سوداګرو په غونډه کې ۱۴.۵ میلیونه ډالره ارزښت لرونکي څلور تړونونه لاسلیک کړل.

په دې غونډه کې د افغانستان ۴۵ او د داغستان ۱۵ شرکتونو استازو ګډون درلود او دوه اړخیزې سوداګرۍ ته ټینګار وشو.

تړونونه د سوداګرۍ پانګونې ترانسپورت او اقتصادي همکارۍ په برخه کې لاسلیک شوي دي.

#سوداګري #داغستان #پانګونه

Author