د ایران رسنیو راپور ورکړ چې د ایران د کرمان ولایت کې د افغان وګړو یو موټر وغورځید او دوه کسان پکې ووژل شول او لس نور ټپیان شول. دا پیښه د سنبلې پر نهمه د دوشنبې سهار د جوپار باغین سړک کې د ۱۵ کیلومیتر واټن کې وشوه.

د کرمان د سره میاشتې د ټولنې مشر رضا فلاح وویل چې سمدستي دوه ژغورنې ټولګۍ پیښې ځای ته ولیږل شوې. دوه مړي اړوند چارواکو ته وسپارل شول او لس ټپیان بیړني خدماتو د درملنې مرکزونو ته ولیږل شول.

دا پیښې زیاتره د قاچاق لارو کې پیښیږي. د پراخ فقر او د ایران د ویزې د صدور د بندیدو له امله، افغان وګړي مجبوریږي چې د غیرقانوني لارو له لارې ایران ته ننوځي، چې ډیری حاالتو کې دا سفر د دوی د ژوند لامل کیږي.

#ترافیکي\_پیښه #ایران #افغان\_مهاجرین #افغانستان #کرمان

Author