د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه وغوښتل چې په اسلام اباد کې د افغان خبریال سید قاسم هاشمي او هنرمند حامد احساس د ورکېدو په اړه سمدستي څېړنې وکړي. دا دوه تنه د چنګاښ له ۱۳مې راهیسې ورک دي.

د دغو افغانانو کورنیو ویلي چې د دوی موټر په اسلام اباد کې موندل شوی، خو د دوی هیچ درک نشته. هاشمي او احساس په ۲۰۲۱ کال کې له امنیتي ګواښونو څخه د بچ کېدو په خاطر له افغانستان څخه وتلي وو.

د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې دا کسان ممکن د جبري ورکېدو قرباني شوي وي. یاد سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دوی برخلیک معلوم کړي او له کورنیو سره یې معلومات شریک کړي.

#بښنې_نړیوال_سازمان #پاکستان #افغان_خبریالان #حقوق_بشر #اسلام_اباد #خبرونه
🌐 zarintv.com