د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې په ټول هیواد کې پر پنځوس زرو څخه زیاتو مسافربري او باربري موټرو د ردیاب یا جی پي ایس وسایل نصب شوي دي.دغه اقدام د ترافیکي پیښو د کمولو، د لویو لارو د خوندیتوب او د موټرو د سرعت او موقعیت د کنټرول په موخه ترسره شوی دی. مسوولین وایي چې دا پروسه د خصوصي شرکتونو په همکارۍ مخکې ځي.د یادونې وړ ده چې د دې طرحې پلي کول د عامه ترانسپورت د خوندیتوب لپاره له تیر کال راهیسې په شاهراوو کې اجباري شوي دي.#تکنالوژی #ترانسپورت #ردیاب #طالبان
د طالبانو د ترانسپورت وزارت په زرګونو موټرو کې د جی پي ایس نصبولو خبر ورکړ