د افغانستان متحدې جبهې په غور ولایت کې د طالبانو د والي په دفتر د چاودنې مسؤلیت ومانه. د دې پېښې تر شا طالب امنیتي ځواکونو په فیروزکوه کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړه چې د ولایت ودانۍ ته لارې تړل شوې او لږ تر لږه لس کسان نیول شوي دي. په ښار کې وېره خپره شوې ده.حیات‌الله مبارک په غور کې د طالبانو والي دی او تر اوسه د پېښې د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.#سیمه‌ییز_رویدادونه #غور

Author