د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي، د روسیې د روغتیا له وزیر میخائیل موراشکو سره په لیدنه کې، د اوږد مهاله روغتیايي همکاریو پر پراختیا او له هغه هېواد څخه د درملو او طبي تجهیزاتو پر وارداتو خبرې کړې دي. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې افغانستان د درملو له کمښت سره مخ دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل، د شنبې په ورځ، د میزان په ۱۱مه، اعلان وکړ چې ښاغلي جلالي په دې لیدنه کې له روسیې څخه د واکسینونو او عصري طبي ټکنالوژۍ د واردولو غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزیر له روسیې څخه غوښتي چې د سیستم جوړونې، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د طبي متخصصینو د ظرفیت لوړولو په برخه کې له دې ډلې سره همکاري وکړي.
د ښاغلي امرخېل په وینا، د روسیې د روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیا برخې د پیاوړتیا په برخه کې د تخنیکي همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې هېواد یې چمتو دی په دې برخه کې خپلې تخنیکي همکارۍ پراخې کړي. دواړو لورو پر همغږۍ او د روغتیايي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
له روسیې څخه د درملو د وارداتو دا غوښتنه په داسې شرایطو کې مطرح کیږي چې د طالبانو حکومت له پاکستان سره د سیاسي تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله شاوخوا یو کال کیږي چې له دغه هېواد څخه د درملو واردات بند کړي دي.
دغه بندیز د افغانستان په بازارونو کې د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی. که څه هم طالبانو له هند او ایران څخه د درملو وارداتو ته مخه کړې، خو سوداګر وايي چې د ایراني درملو کیفیت د قناعت وړ نه دی او له دغو دوو هېوادونو څخه وارداتو نه دي توانېدلي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو له امله رامنځته شوې تشه په بشپړه توګه ډکه کړي.
سرچینه: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت
🌐