د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار ته څېرمه په یوه هدفي برید کې یو ۱۸ کلن هزاره ځوان وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. دا پېښه د جمعې په ماښام، د میزان په لسمه، هغه مهال رامنځته شوه چې د ناپېژانده وسله
والو له خوا پر یوې ډلې ځوانانو ډزې وشوې.
په کوټه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال، عبدالکریم ملاخېل، راپور ورکړی چې دغه ځوانان د هزاره ټاون اوسېدونکي وو او د بولان په سیمه کې له تفریح وروسته کور ته د ستنېدو پر مهال پرې برید وشو. د دغه برید قرباني مصطفی نومېده.
د بلوچستان پولیسو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي، خو تر اوسه د بریدګرو هویت او انګېزه نه ده معلومه شوې. د دغه برید مسوولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
دا برید په کوټه کې د هزاره ټولنې پر وړاندې د فرقه يي او هدفي بریدونو د یوې لړۍ تر ټولو وروستۍ پېښه ده چې له دوو لسیزو راهیسې دوام لري. د دغه ښار هزاره ګان په وار وار د مرګونو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
په دغو بریدونو کې تر ټولو خونړي هغه یې د ۲۰۰۳ کال په جولای کې پر یوه جومات برید و چې لږ تر لږه ۵۳ کسان په کې ووژل شول، او د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ او فبرورۍ کې دوه لویې چاودنې وې چې لږ تر لږه ۱۸۰ هزاره ګان یې ووژل.
د بشري حقونو د څار سازمان مخکې ویلي وو چې دغو پرله پسې بریدونو په کوټه کې د هزاره ټولنې پر تګ راتګ، اقتصادي فعالیتونو او زده کړو ته پر لاسرسي سخت محدودیتونه لګولي دي.
سرچینه: افغانستان انټرنشنل
🌐