په لغمان کې د طالبانو ځايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دې غمناکې پېښې یو ځل بیا په افغانستان کې د سړکونو د خوندیتوب ستونزه را برسېره کړه.
په لغمان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، محمد یونس یوسفزي، وویل چې دا پېښه د شنبې په ورځ، د میزان په ۱۱مه، د مهترلام ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په "قرارګاه" سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، یوه رکشا له سړک څخه د تېرېدو پر مهال له دوو ماشومانو سره ټکر کړی دی.
ښاغلي یوسفزي زیاته کړه چې دواړه ماشومان، چې سره وروڼه وو، په دې پېښه کې مړه شوي دي. هغه همدارنګه وویل چې دا ماشومان د یوې غریبې کورنۍ غړي وو.
مرګونې ترافیکي پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په یوه ورځنۍ پېښه بدلې شوې دي. د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ډېر سرعت، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د دغو پېښو اصلي لاملونه بلل کیږي.
له دې پېښې یوازې یوه ورځ وړاندې، راپورونو ښودلې وه چې لږ تر لږه پنځه کسان په بغلان ولایت او د کابل-جلال اباد پر لویه لار په جلا جلا ترافیکي پېښو کې مړه شوي وو.
سرچینه: په لغمان کې د طالبانو ځايي چارواکي
🌐