د بغلان والي عبدالله مختار د یوې فرهنګي هڅې په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه ډالۍ کړل. د بغلان ولایت مقام له خبرپاڼې سره سم، په دغو کتابونو کې علمي، ادبي، تاریخي، سیاسي او فرهنګي موضوعات شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه اقدام موخه د اوسېدونکو لپاره د مطالعې د سرچینو بډایه کول او په بغلان ولایت کې د ځوانانو او نورو ټولنیزو ډلو ترمنځ د کتاب لوستنې فرهنګ پراختیا بلل شوې ده. د بغلان والي د ټولنې د پوهاوي د کچې په لوړولو کې د مطالعې پر اهمیت ټینګار وکړ.

د بغلان عامه کتابتون په دغه ولایت کې یو له مهمو فرهنګي مرکزونو څخه ګڼل کېږي چې هره ورځ لسګونه د کتاب او مطالعې مینه وال ورته راځي. دا کتابتون هڅه کوي چې خپلو مراجعینو ته نويو او متنوع سرچینو ته لاسرسی برابر کړي.

د ځايي چارواکو په وینا، د بغلان مرکز پلخمري ښار سربېره، د دغه ولایت په پنځو نورو ولسوالیو کې هم د عامه کتابتون څانګې فعالې دي. دا کار د ولسوالیو اوسېدونکو ته کتابونو او معلوماتي سرچینو ته لاسرسی اسانه کوي.

د بغلان د والي دغه اقدام د دغه ولایت د فرهنګیانو او ځوانانو له هرکلي سره مخ شوی دی. دوی هیله لري چې دا ډول حرکتونه به د ټولنې فکري ودې ته وده ورکړي او ځوان نسل به د علم او پوهې ترلاسه کولو ته وهڅوي.

د نویو کتابونو او مطالعاتي موادو کمښت د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د عامه کتابتونونو پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده. له دغو فرهنګي مرکزونو څخه د سیمه ییزو چارواکو او هېوادوالو ملاتړ کولی شي د دغو ننګونو په هوارولو او په هېواد کې د مطالعې د فرهنګ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

سرچینه: د بغلان ولایت مقام خبرپاڼه

🌐

Author