د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې په چابهار بندر کې افغانستان ته د ځمکې د سپارلو په اړه راپورونه د یوې "ناپوهۍ" پر بنسټ دي. ښاغلي بقایي د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۰مه، په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې افغانستان ته د ایران د خاورې د یوې برخې د سپارلو په اړه هر ډول ادعا حقیقت نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دا جنجالي موضوع په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د ایران د پارلمان د یوه استازي د خبرو د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې ده. هغه څرګنده کړه چې اصلي بحث د افغانستان په څېر په وچه کې ایسارو هېوادونو ته بندرونو او ازادو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابرول دي، چې د سیمه ییزو همکاریو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

بقایي زیاته کړه چې دا په نړیواله کچه یو معمول طرحه ده او د سوداګرۍ او ترانزیټ د پیاوړتیا لپاره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پلي کېږي. هغه ټینګار وکړ چې د دې همکارۍ موخه د سیمه ییز اقتصادي پرمختګ سره مرسته ده او په هیڅ صورت د حاکمیت یا خاورې د سپارلو په معنا نه ده، بلکې کېدای شي د بندري اسانتیاوو اوږدمهاله اجاره پکې شامله وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ایران د پارلمان استازي، محسن زنګنه، لخوا افغانستان ته په چابهار کې د ۱۱۰ هکتاره ځمکې د ځانګړي کولو په اړه خبرو په ټولنیزو شبکو کې د ایراني کاروونکو ترمنځ پراخ او انتقادي غبرګونونه راوپارول. ډېرو دا کار د خپل هېواد د خاورې د یوې برخې له لاسه ورکول ګڼلي وو.

چابهار بندر د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان په څېر په وچه کې ایسار هېواد لپاره حیاتي اهمیت لري. دا بندر د پاکستان پر بندرونو له اتکا پرته نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره یوه بدیله لاره برابروي او د افغانستان په سوداګرۍ او ترانزیت کې کلیدي رول لري.

اسماعیل بقایي په پای کې روښانه کړه چې تر اوسه په دې اړه افغانستان ته کوم رسمي وړاندیز نه دی شوی. د هغه په وینا، دا موضوع یوازې "په افغانستان کې د یوه وزیر د رسمي ناستو په څنډه کې مطرح شوه او موږ هم اعلان وکړ چې دا به وڅېړو."

سرچینه: رسنۍ

🌐

Author