د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پخواني عدلیې وزیر فضل احمد معنوي هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په کندهار کې یې له یوه پاکستاني پلاوي سره پټه لیدنه کړې او دا یې "ناسمې" بللې دي.

فضل احمد معنوي په دې وروستیو کې په یوه یادښت کې ادعا کړې وه چې د پاکستان یوه امنیتي او دیپلوماتیک پلاوي کندهار ته په سفر کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي. د ښاغلي معنوي په وینا، په دې لیدنه کې د اسلام اباد له خوا پنځه مشخصې غوښتنې مطرح شوې او دواړو خواوو د یادو ژمنو د عملي کولو لپاره یوه میاشتنۍ موده ټاکلې ده.

دغو ادعاوو ته په غبرګون کې، ذبیح الله مجاهد له امو تلویزیون سره په خبرو کې دا موضوع په کلکه رد کړه. هغه وویل: "دا ادعاوې سمې نه دي او دا ډول لیدنه نه ده شوې." د طالبانو ویاند نور جزئیات ورنه کړل.

د ښاغلي معنوي دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د بېلابېلو مسایلو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د حضور او پوله ییزو بریدونو پر سر ترینګلې دي. پاکستان په وار وار له طالبانو غوښتي چې د پاکستان ضد وسله والو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، خو طالبانو تل په افغانستان کې د دغو ډلو د پټنځایونو شتون رد کړی دی.

که څه هم ښاغلي معنوي د پاکستان د پنځو ادعا شویو غوښتنو او د طالبانو د ژمنو په اړه جزئیات نه وو ورکړي، خو د هغه ادعاوو په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه لرل.

شنونکي په دې باور دي چې که دا ډول لیدنه شوې وي یا نه وي، د دغو ادعاوو خپرېدل پخپله د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د ژور بې باورۍ او د اړیکو د پېچلتیا ښکارندويي کوي.

سرچینه: آمو

🌐

Author