د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په پاکستان کې د مېشتو هغو ۳۲ افغانانو د ویزو غوښتنلیکونه یې رد کړي چې جرمني ته د لېږد ژمنې ورسره شوې وې. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د جرمني د اساسي قانون محکمې حکم وکړ چې حکومت نه شي کولای د هرې دوسیې له انفرادي ارزونې پرته د زیانمنونکو افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه رد کړي.
د جرمني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د محکمې له پرېکړې سره سم یې یادې ۳۲ دوسیې په دقیقه توګه ارزولې او ټولې یې رد کړې دي. وزارت ویلي چې له ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې دغه کسان د منلو پر شرایطو پوره نه دي.
دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته په زرګونو افغانان په پاکستان او ایران کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او غربي هېوادونو ته د تګ په تمه دي. جرمني له هغو هېوادونو دی چې د یو شمېر زیانمنونکو افغانانو د منلو ژمنه یې کړې ده.
د جرمني د اساسي قانون محکمې پخوانۍ پرېکړې هغو افغانانو ته هیلې پیدا کړې وې چې دوسیې به یې په عادلانه توګه و ارزول شي. خو د یادو ۳۲ غوښتنلیکونو ردېدل د اندېښنې وړ بلل شوي دي.
د کډوالو د حقونو فعالان له جرمني حکومت څخه غواړي چې د افغانانو د دوسیو په ارزونه کې روڼتیا تامین کړي او د زیانمنونکو کسانو د ساتنې لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د جرمني حکومت د دې پرېکړې لاملونه نه دي په ډاګه کړي، خو دې کار د نورو هغو افغانانو اندېښنې زیاتې کړي چې جرمني ته د تګ لپاره انتظار باسي. د زرګونو نورو افغانانو برخلیک چې د ورته ژمنو په تمه دي، لا هم ناڅرګند دی.
سرچینه: د جرمني رسنۍ
🌐