د ایټالیا په میلان ښار کې پولیس د یکشنبې په ورځ پرله پسې دوهمه ورځ له هغو لاریون کوونکو سره ونښتل چې د کمزورو عامه خدماتو او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي پر ضد یې لاریون کاوه. دا لاریونونه له تاوتریخوالي سره مل وو.

په دې ورځ، لاریون کوونکو کاڼي وغورځول، دوکانونه یې لوټ کړل او د ښار په مرکز کې یې د کثافاتو سطلونه وسوځول. د بلوا ضد پولیسو د هغوی د شاته کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو شیندونکو موټرو څخه کار واخیست.

څو سوه مخ پټو لاریون کوونکو د ښار په یوه مرکزي برخه، "پیازا دومو" میدان ته نږدې راټول شول او د دوکانونو د ښیښو په ماتولو او اورونو په لګولو سره یې ګډوډي جوړه کړه.

رویټرز خبري اژانس د څېړنو له باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې تر ۶۰ ډېر لاریون کوونکي د نورو څېړنو لپاره د پولیسو مرکز ته لېږدول شوي دي. دا لاریونونه په فرانسه کې د وروستیو ناکراریو انعکاس بلل شوی دی.

دا لاریونونه د اروپا د یوې برخې خلکو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو په اړه د مخ پر ودې نارضایتۍ ښکارندويي کوي. کارپوهان وايي چې د انفلاسیون زیاتوالی او د پیرودلو ځواک کمښت د داسې لاریونونو لپاره زمینه برابره کړې ده.

د ایټالیا حکومت تر اوسه د دې تاوتریخوالي په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تمه کیږي چې د هېواد په لویو ښارونو کې به امنیتي تدابیر سخت شي. دې پېښو په ایټالیا او نورو اروپايي هېوادونو کې د ټولنیز ثبات په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

مدني فعالانو له حکومت څخه غوښتي چې د لاریون کوونکو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لپاره حل لارې ومومي ترڅو د داسې تاوتریخوالي د تکرار مخه ونیول شي.

سرچینه: رویترز

🌐

Author