د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان سیمې یوه چارواکي ادعا کړې، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو د طالبانو له لوري «بې دلیله» ډزو ته ځواب ویلی دی. د ډان ورځپاڼې د یکشنبې په شپه، د عقرب په ۱۰مه (نومبر ۱) راپور ورکړی چې پاکستاني ځواکونو سمدستي او په اغېزناک ډول د طالبانو څو پوستې او دفاعي مرکزونه په نښه کړي دي.

د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمیشنر په وینا، د طالب جنګیالیو له لوري د پاکستان پر سرحدي پوستو بې دلیله ډزې لا هم روانې دي. دغه پاکستاني چارواکي دا ادعا هم کړې: «د پاکستاني ځواکونو د غوڅ ځواب په پایله کې، افغان طالبان خپل سنګرونه پرېښودو او تېښتې ته اړ شول.»

دا نښته د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د سرحدي کړکېچونو وروستۍ پېښه ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې زیات شوي دي. دواړه لوري یو پر بل د نښتو د پیلولو تورونه لګوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تېره سه‌شنبه هم طالب جنګیالیو د «انګور اډې» په سرحدي سیمه کې له پاکستاني ځواکونو سره نښته کړې وه. دغې نښتې هم مرګ

ژوبله لرله خو کره شمېر یې د خپلواکو سرچینو له خوا تایید نه شو.

د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. کابل او اسلام اباد د ډیورنډ کرښې پر سر، چې دواړه هېوادونه سره بېلوي، اختلاف لري او دا موضوع تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ یو له اصلي لاملونو څخه پاتې شوې ده.

سرچینه: ډان

🌐

Author