د بلغاریا ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې ایلینا یوتووا، چې له مسکو سره د خبرو پلوي او اوکراین ته د پوځي مرستو مخالفه ده، بریالۍ شوه. د فرانسې خبري اژانس د دوشنبې په سهار، د نومبر پر ۲مه، راپور ورکړی چې په دغو ټاکنو کې آغلې یوتووا له خپل لوېدیځ پلوه سیال، اندري ګیوروف، څخه سیالي وګټله.
د راپور له مخې، دا ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې په تور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي. داسې انګېرل کېږي چې دا بریدونه د روسیې او اوکراین د جګړې د غځېدو پایله ده.
د اکتوبر په میاشت کې، د بلغاریا سواحلو ته نږدې په تور سمندرګي کې څو کښتۍ په نښه شوې، چې له امله یې ۲۱ تنه ورک شول. دغه پېښې په سیمه کې کړکېچ نور هم زیات کړی دی.
پخواني ولسمشر رومن رادف، چې یو منځلاری کیڼ اړخی سیاستوال دی او هم له مسکو سره د خبرو پلوي کوي، ویلي چې داسې ښکاري چې دا بریدونه د روسیې د ګټو په لور ترسره شوي دي. هغه د روسیې سفیر هم احضار کړی و، خو د هغه حکومت ټینګار کړی چې تر اوسه داسې کوم سند نشته چې دا بریدونه په مستقیم ډول له مسکو سره وتړي.
د آغلې یوتووا بریا کولی شي د اوکراین د جګړې په اړه د بلغاریا بهرنی سیاست بدل کړي. نوموړې تل د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیکو حل لارو ټینګار کړی او کی
یف ته یې د وسلو له لېږلو سره مخالفت ښودلی دی.
په دې بریا سره، یوتووا د بلغاریا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې د دې ۶.۴ میلیونه وګړي لرونکي هېواد د ولسمشرې په توګه ټاکل کېږي. دا یوه تاریخي پېښه بلل شوې ده.
سرچینه: د فرانسې خبري اژانس
🌐