دیموکراتانو د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې په پرېکنده بریا سره، د استازو او سنا دواړو مجلسونو کنټرول ترلاسه کړ او په واشنګټن کې یې د جمهوري غوښتونکو اکثریت ته د پای ټکی کېښود. دا بریا، چې د چهارشنبې په ورځ (۱۳ لړم) د امریکا د لویو خبري شبکو له خوا تایید شوه، د ډونالډ ټرمپ له سیاستونو، په ځانګړې توګه له ایران سره د جګړې، د رای ورکوونکو د نارضایتۍ د زیاتوالي په پایله کې ترلاسه شوې ده.
د استازو مجلس د اکثریت بیا ترلاسه کولو لپاره دیموکراتانو لږ تر لږه دریو اضافي څوکیو ته اړتیا درلوده او وتوانیدل چې په یو شمیر کلیدي حوزو کې په بریا سره دې هدف ته ورسیږي. دا د ټرمپ د دوهمې ولسمشرۍ په دوره کې لومړی ځل دی چې هغه د مخالف ګوند تر کنټرول لاندې کانګرس سره مخ کیږي.
نوی اکثریت به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په دریمه، د نوي کانګرس د کار له پیل سره سم، واک په لاس کې واخلي. تمه کیږي چې د استازو په مجلس کې د دیموکراتانو مشر، حکیم جیفریز، د امریکا په تاریخ کې د دې مجلس د لومړي تورپوستي رییس په توګه وټاکل شي.
د واک په انډول کې دا بدلون دیموکراتانو ته اجازه ورکوي چې د مهمو کمیټو مشري په غاړه واخلي او د ټرمپ ادارې د کړنو، د هغه د کورنۍ سوداګریزو فعالیتونو او د صادر شویو بښنو په څېر جنجالي قضیو په اړه پراخې څیړنې پیل کړي. دا کمیټې د چارواکو د احضارولو او د اسنادو غوښتلو واک لري.
د قانون جوړونې په برخه کې، دیموکراتانو له ایران سره د امریکا د جګړې پای ته رسول، د روغتیايي بیمې د مرستو غځول او د کانګرس د سوداګریزو واکونو بیرته ترلاسه کول خپل لومړیتوبونه اعلان کړي دي. په هرصورت، دوی به لاهم د خپلو طرحو په قانون بدلولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د ویټو له خنډ سره مخ وي.
ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ومنله چې له ایران سره جګړې د جمهوري غوښتونکي ګوند په ماتې کې رول درلود، که څه هم هغه د دې جګړې د پیلولو له خپلې پرېکړې څخه دفاع وکړه. هغه د خپل ګوند د ماتې پر پراخوالي د حیرانتیا په څرګندولو سره وویل، چمتو دی چې په ځینو برخو کې د کانګرس له نوي اکثریت سره همکاري وکړي خو خبرداری یې ورکړ چې د نه منلو وړ طرحې به ویټو کړي. خپلواک سناتور برني سنډرز هم وویل چې اوس دیموکراتان کولی شي ټرمپ ځواب ویلو ته اړ کړي.
سرچینه: ان بي سي نیوز، سي بي اس نیوز، فاکس نیوز
🌐