د افغانستان په چارو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې دویمه ناسته د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او اوزبیکستان د استازو په ګډون په بشکیک کې جوړه شوه.

ګډونوالو په دې ناسته کې چې د جمعې په ورځ وشوه، د سولې ټینګښت، اقتصادي تعاملاتو او له ګډو امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره د سیمه‌یزې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یرژان کیستافین د خپل هېواد په استازیتوب په افغانستان کې د تلپاتې سولې، امنیت او پرمختګ لپاره د سیمې د هېوادونو د هڅو پر یووالي ټینګار وکړ.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی استازي په خپلو خبرو کې د سوداګریزو، اقتصادي، ټرانسپورټي، لوژستیکي او بشردوستانه همکاریو پر پراختیا ځانګړی پام وکړ.

د یاد وزارت په وینا، د متقابلو اقتصادي اړیکو ژورول، د ټرانزیټي لارو پیاوړتیا او د منځنۍ اسیا په اقتصادي بهیرونو کې د افغانستان د ورګډولو لپاره د ګډو پروژو پلي کول د خبرو مهم چورلیزونه وو.

د ناستې ګډونوالو همدارنګه د سیمه‌یز امنیت بېلابېل اړخونه وڅېړل او په ټوله سیمه کې د ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره یې پر څو اړخیزو همکاریو خپله ژمنتیا وښوده.

سرچینه: د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت

🌐

Author