په خوست ولایت کې باوري ځايي سرچینې وايي چې د دې ولایت په مرکز کې د ځمکې پر سر نښته کې یو ځوان وژل شوی او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د پنجشنبې په ماښام د عقرب پر ۱۴مه نېټه د خوست ولایت د مرکز متون اړوند د کوریانو کلي د اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په دې جګړه کې د فیض‌الله په نوم یو ۲۹ کلن ځوان وژل شوی او د هغه پلار او ورور ژوبل شوي دي چې وروسته روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

په خوست کې د طالبانو سيمه‌ييزو مسوولانو تر اوسه پورې د دې نښتې او د عاملانو د نيولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کله ناکله د ځمکو او شخصي حقوقو پر سر مرګونې نښتې رامنځته کېږي. ځايي خلک د شخړو پر وخت او عادلانه نه حل کېدل د ورته پېښو او وژنو اصلي لامل بولي.

سرچینه: ځايي سرچینې

🌐

Author