د رویټرز خبري اژانس د سوریایي او امریکایي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دمشق سعودي عربستان ته یو محدود شمېر پوځیان استولي دي. د دغه ګام موخه د حوثي ډلې پر وړاندې په جګړه کې سعودي او یمني ځواکونو ته مشورې او پوځي روزنه ورکول ښودل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دوو سوریایي پوځي سرچینو تایید کړې چې په وروستیو اوونیو کې لسګونه سوریایي پوځیان سعودي عربستان ته تللي دي. دا سرتېري به د خپلو کلونو جګړو تجربې له سعودي او یمني ځواکونو سره شریکې کړي.
یو جګپوړي امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ د لړم پر ۱۵مه رویټرز ته وویل چې سوریایي سلاکاران او روزونکي د تجربو د تبادلې لپاره تللي دي. سوریایي سرچینو ویلي چې که څه هم اصلي ماموریت روزنه او مشوره ده، خو د فعالیت لمن یې ښایي پراخه شي.
رویټرز مخکې د تلې په میاشت کې راپور ورکړی و چې دمشق له حوثیانو سره په مقابله کې له ریاض سره د پوځي مرستې غوراوي څېړي. په دې غوراویو کې د بریدونو پر وړاندې دفاعي مرسته او یا هم د یمن د قانوني حکومت په ملاتړ عملیاتو کې برخه اخیستل شامل وو.
امریکایي چارواکي زیاته کړه چې واشنګټن له دمشق څخه د احتیاط غوښتنه کړې، ځکه د یمن جګړې ته ورننوتل کولای شي سوریه په پراخه سیمه ییزه شخړه کې ښکېله کړي، هغه جګړه چې دغه هېواد تر اوسه ترې ډډه کړې وه.
بل لور ته، یوه جګپوړي سوریایي ډیپلومات د جنګي ځواکونو د لېږلو خبرې بې وخته وبللې او ویې ویل چې د دمشق لومړیتوب کورنی امنیت، د پولو ساتنه او بیارغونه ده. هغه څرګنده کړه چې دفاعي هوکړه یوازې روزنې، مشورې او تجربو تبادلې ته ځانګړې شوې ده.
دا دفاعي تړون د چهارشنبې په ورځ د لړم پر ۱۳مه ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره د لیدنې پر مهال لاسلیک شو. د سوریې دفاع وزارت او د سعودي عربستان حکومت د تبصرې لپاره د رویټرز غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
سرچینه: رویټرز
🌐