د پنجشېر نړیوالې شورا ویلي چې د طالبانو حکومت ځواکونو د دغه ولایت په عبدالله‌خېل دره کې د ښوونځي یو ښوونکی نیولی او شکنجه کړی دی. د راپور پر بنسټ، دغه ښوونکی محمد حشم نومېږي او له جومات څخه د ستنېدو پر مهال نیول شوی دی.

سیمه‌ییزو سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې محمد حشم، چې د ملک مرزا شهید لېسې ښوونکی دی، د پنجشېر د طالبانو د ارکان رئیس له لوري له ماښام لمانځه وروسته نیول شوی او قرارګاه ته وړل شوی دی.

د پنجشېر د نړیوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښوونکی تر ناوخته پورې د ټوپک په کونداغونو وهل شوی او شکنجه شوی دی. همدارنګه د سیمې د شورا استازی چې د هغه د وضعیت پوښتنې ته تللی و، له بد چلند او وهلو ټکولو سره مخ شوی دی.

راپورونه ښيي چې په پنجشېر کې امنیتي تدابیر او د خلکو د پېژندپاڼو پلټنې ډېرې شوې دي او پر اوسېدونکو فشارونه زیات شوي دي.

د پنجشېر نړیوالې شورا دغه چاره خپلسرې او د بشري حقونو نقض بللې او له نړیوالو بنسټونو یې د دې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د دغه ښوونکي د نیولو او ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author