د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه باخبره امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې امریکا له چین څخه غوښتي ترڅو له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

د دغه راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملاتړ له بیجینګ څخه غوښتي چې پر تهران له خپل نفوذ څخه د جګړې د ختمولو په موخه کار واخلي.

یاد امریکايي چارواکي څرګنده کړې چې چین د واشنګټن پیغام ترلاسه کړی او په رسمي ډول یې تهران ته رسولی دی.

د واشنګټن پوسټ د معلوماتو پر بنسټ، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس د ایران په اړه د ټرمپ د ادارې د ډیپلوماټیکو هڅو مشري او اصلي رول پر غاړه لري.

په راپور کې راغلي چې ونس تېره میاشت د دغو هڅو په لړ کې د ایران یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي محسن رضايي ته یو پخلاینکی لیک استولی و.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ او تهران ترمنځ قطري منځګړي علي الثوادي وویل چې د ایران مشران د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلو ته په تمه دي ترڅو د واشنګټن په چلند کې بدلون وګوري.

نوموړي زیاته کړه چې ایراني چارواکو د ونس لیک د درناوي نښه بللې او د جګړې د تېروتنې په اړه د هغه له دریځ څخه یې هرکلی کړی، خو د امریکا پر باوري توب ډاډ غواړي.

سرچینه: واشنګټن پوسټ

🌐

Author