د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي چې اسلام‌اباد له خپلې خاورې د افغان وګړو د اېستلو او لېږدولو په اړه د امریکا وړاندیز په دقت سره څېړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا یوې فدرالي محکمې د لسګونو افغان وګړو د اېستلو بهیر په موقتي ډول ودراوه. د ډونالډ ټرمپ حکومت هوډ لري چې تر ۱۵۰ ډېر افغانان له امریکا وباسي او د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دا کسان لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته واستول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپله اوونیزه خبري ناسته کې وویل چې د دغه وړاندیز ټول اړخونه له اړوندو لورو سره په مشوره څېړل کېږي او اسلام‌اباد هڅه کوي ټولو ته د منلو وړ لار ومومي.

نوموړي د پاکستاني عملیاتو له امله د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه د طالبانو د حکومت ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دا څرګندونې د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې د طالبانو مسوولیت نه کموي.

دغه پاکستاني چارواکي ادعا وکړه چې د افغانستان له خاورې په شویو بریدونو کې تر ۳ زره او ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې څه باندې ۱ زر او ۴۰۰ یې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد د ګواښونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د همغږۍ غوښتونکی دی او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د بریتانیا د امنیتي چارو وزیر ډېن جاروېس سره هم په دې اړه خبرې کړې دي.

سرچینه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

🌐

Author