د افغانستان د مرکزي بانک د پخواني سلاکار او د طلوعنيوز د پخواني وياند يما سياووش د وژنې د دوسيې وکيل ويلي چې دا پېښه لا هم د جرمونو د نړيوالې محکمې د څارنوالۍ او د ملګرو ملتونو د جوړښتونو تر ارزونې لاندې ده.
د کابل په موټربم چاودنه کې د يما سياووش له وژل کېدو شپږ کاله تېرېږي، خو اصلي عاملان يې تر دې دمه نه دي محاکمه شوي. د نوموړي کورنۍ او د رسنيو فعالان د عدالت پر ټينګښت ټينګار کوي.
د آمو تلوېزيون د راپور له مخې، د سياووش کورنۍ د مرکزي بانک د هغه وخت د سرپرست اجمل احمدي په غوښتنه د هغه د ګومارنې، د دولتي موټر د جيپيايس معلوماتو او د بانک د امنيتي کمرې د تصاويرو په اړه ګڼې پوښتنې کړې وې چې بېځوابه پاتې شوې.
پخواني حکومت د ۱۴۰۰ لمريز کال په وري مياشت کې د سياووش د ترور په ګډون د ۱۱ شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړی و، خو د دې دوسيې وروستۍ قضايي پايلې هېڅکله روښانه نه شوې.
د بشري حقونو څار ادارې د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې وويل چې پخواني حکومت هر اړخيزې پلټنې نه دي کړي، د چاودنې د ځای شواهد يې نه دي ساتلي او هېڅوک يې محاکمه کړي نه دي.
د يما پلار محمدداوود سياووش چې په دې برخه کې يې سختې هڅې کولې، د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې په جرمني کې ومړ. خبريالان او مدافعين غوښتنه کوي چې ټول اسناد دې په هاګ کې نړيوالې محکمې ته وسپارل شي.
سرچینه: آمو تلوېزيون
🌐