په ناروې کې د میشل‌سن څېړنیز مرکز خبرداری ورکړی چې د کاري فرصتونو کموالی، اقتصادي بې‌ثباتي او ټولنیز خنډونه د افغانستان د ځوان نسل راتلونکی له سختو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

دغه خپلواک بنسټ د جمعې په ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د «افغانستان اوونۍ» د غونډې په هکله یوه راپور کې ټینګار وکړ چې پر ځوانانو پانګونه او د تشبثاتو ملاتړ د هېواد د راتلونکي لپاره خورا مهم دی.

دغه ناسته د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې او نورو همکارو بنسټونو په مرسته جوړه شوې وه، چې پکې کارپوهانو د معیشت، اقتصادي فرصتونو او ټولنیز پایښت په هکله بحثونه وکړل.

د دغه راپور له مخې، افغانستان د نړۍ په کچه یو له تر ټولو ځوانو نفوسونو څخه دی او د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابرول او په اقتصادي چارو کې د هغوی ونډه د اوږدمهاله ثبات بنسټ جوړوي.

په غونډه کې ځوانو متشبثینو د خپلو تجربو په بیانولو سره مالي سرچینو ته نه لاسرسی، د مسلکي لارښوونو نشتوالی او سوداګریز خنډونه د نویو کارونو د پیل پر وړاندې لویې ستونزې وبللې.

ګډونوالو همداراز له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو افغانانو مهارتونو ته پاملرنه اړینه وبلله او غوښتنه یې وکړه چې بشري مرستې باید له خصوصي سکتور او تشبثاتو سره یوځای دوام ومومي.

سرچینه: د میشل‌سن څېړنیز مرکز

🌐

Author