د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، سوداګریزو راکړو ورکړو، سیمه‌ییزو پرمختګونو او د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه بحث وشو.

امیرخان متقي په دې لیدنه کې د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه باید له شته اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو ګټه پورته کړي. هغه همدا راز د نشه‌يي بوټو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د خپل حکومت پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې راغلي چې ضمیر کابلوف د نشه‌يي توکو پر وړاندې د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ځینو نړیوالو ادارو خپاره شوي راپورونه د افغانستان رښتینی انځور نه وړاندې کوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر ضد مبارزې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تریاکو تولید پنځه برابره زیات شوی او په ۲۰۲۵ کال کې له ۳۰۰ ټنو څخه په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

ضمیر کابلوف تر دې وړاندې هم د غويي په میاشت کې د لوړپوړو چارواکو سره د کتنې لپاره کابل ته تللی و. مسکو په تېرو کلونو کې له کابل سره خپلو سیاسي او سوداګریزو خبرو اترو ته دوام ورکړی دی.

سرچینه: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت

🌐

Author