د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د یوه ټولشموله ملي ډیالوګ له لارې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل غوښتنه وکړه. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان وضعیت ته خپله پاملرنه کمه نه کړي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د ټولګډیز امنیت د تړون سازمان د بهرنیو چارو، دفاع وزیرانو او د امنیت شورا د منشایانو په ګډه ناسته کې وکړې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د سیمه‌یزو او نړیوالو همکاریو پر پراختیا او د امنیت د خوندیتوب لپاره د میکانیزمونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

مهرالدین وویل چې له نوو امنیتي ګواښونو او ننګونو سره مؤثره مبارزه د نړیوالو هڅو همغږۍ او منسجم اقدام ته جدي اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه چې تاجکستان په افغانستان کې د تلپاتې ثبات غوښتونکی دی او یو باثباته افغانستان نه یوازې د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره بنسټیز شرط بولي، بلکې دا چاره د سیمې د اقتصادي، ترانزیتي او انرژۍ د اړیکو د ودې لپاره خورا مهمه ده.

د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: «موږ د سراسري ملي ډیالوګ پر بنسټ د افغانستان د وضعیت له سوله‌ییز او سیاسي حل څخه ملاتړ کوو. نړیواله ټولنه باید د افغانستان مسئلې ته خپله پاملرنه کمزورې نه کړي.»

سرچینه: په مسکو کې د ډله‌ییز امنیت تړون غونډه

🌐

Author