لږ تر لږه ۲۲ تنه افغان وګړي د لیبیا له زندانونو خوشي شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دا کسان هېواد ته رسېدلي دي.

د باختر اژانس د معلوماتو له مخې، دا بندیان په قاهره کې د طالبانو د حکومت د سفارت په همکارۍ راخوشي شوي دي.

د طالبانو حکومت د دغو کسانو د هویت او په لیبیا کې د هغوی د بندي کېدو د لاملونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

راپور زیاتوي چې په لیبیا کې د نورو افغان بندیانو د خوشي کولو او هېواد ته د رااستولو هڅې هم روانې دي.

په شمالي افریقا کې پروت هېواد لیبیا اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ یو له اصلي لارو څخه ګڼل کېږي.

زرګونه کډوال هر کال اروپا ته د تګ پر مهال د لیبیا د چارواکو له خوا نیول کېږي او هلته په توقیف‌ځایونو کې ساتل کېږي.

سرچینه: باختر خبري اژانس

🌐

Author