په ایټالیا کې د بمي بریدونو د ګواښونو له امله د چهارشنبې په ورځ په ټول هېواد کې زرګونه ښوونځي خالي کړای شول. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۶ زره او ۳۰۰ ښوونځیو ګواښوونکي پیغامونه ترلاسه کړي وو چې د پراخو امنیتي تدابیرو لامل شول.
دا پېښه په اروپا کې د ګواښونو او سایبري بریدونو د لړۍ نوې بېلګه ده. له دې وړاندې هم په اروپا کې لوی پلورنځي، د وینې بانکونه، د هوايي ترافیک د کنټرول سیستمونه او نشراتي رسنۍ له ورته ګواښونو سره مخ شوې وې.
په ورته وخت کې د سکاټلنډ، شمالي ایرلنډ او ایرلنډ جمهوریت چارواکو هم ویلي چې د دوی په سیمو کې ګڼو ښوونځیو له بهر څخه ورته ګواښوونکي برېښنالیکونه ترلاسه کړي دي. خو لومړنیو پلټنو ښودلې چې دا ګواښونه جعلي او بېبنسټه وو.
د بریتانیا او ایرلنډ چارواکو څرګنده کړې چې د ګواښونو د جعلي ثابتېدو له امله د زدهکوونکو درسي بهیر نه دی ګډوډ شوی او ښوونځیو خپل عادي کار ته دوام ورکړی دی.
اروپايي امنیتي ادارو د دغو ګواښوونکو پيغامونو او سایبري اخلالونو د سرچینې معلومولو لپاره پلټنې ګړندۍ کړې دي.
سرچینه: رویټرز
🌐