د کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړو استازو، سټیو ویټکاف او جریډ کوشنر سره وګوري.
د تاس خبري اژانس د پنجشنبې په سهار د نومبر په ۱۲مه د کرملین د ویاند دیمیتري پسکوف له قوله راپور ورکړ چې دا لیدنه به د نن ورځې په لومړۍ نیمایي کې ترسره شي.
دا لیدنه وروسته تر هغې ترسره کېږي چې تېره ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د روسیې، امریکا او اوکراین ترمنځ درې اړخیزې خبرې وشوې.
ویټکاف او کوشنر دواړه په دغو درې اړخیزو خبرو اترو کې حاضر وو. کوشنر ویلي چې د امریکا مذاکره کوونکی پلاوی پلان لري له مسکو وروسته کیف ته سفر وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې پوتین به د روسي پلاوي د راپور او د امریکا د استازو د نظرونو له اورېدو وروسته د دې لانجې د حل په اړه پرېکړه وکړي.
خو لاوروف ټینګار کړی چې د مسکو تګلاره پر خپل ځای ده او د روسیې هڅې به لا هم د ځانګړو پوځي عملیاتو د اهدافو پر پوره کولو متمرکزې وي.
سرچینه: د تاس خبري اژانس
🌐