د سعودي عربستان مدني دفاع ادارې اعلان کړی چې دفاعي ځواکونو یې دوه بالستیک توغندي چې د مکې ښار پر لور توغول شوي وو، په هوا کې ویشتي او شنډ کړي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د پنجشنبې په سهار د نوامبر په ۱۲مه راپور ورکړ چې د سعودي چارواکو په وینا، د دغو توغندیو ټوټې د مکې ولایت په «صبوحه» کلي کې را غورځېدلې دي.

د سعودي مدني دفاع ویلي چې دا توغندي د یمن د حوثي ډلې له لوري توغول شوي وو، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ او ویجاړ کړل شول.

بل لور ته د یمن حوثي ځواکونو دا ادعاوې په کلکه رد کړې او مکې او مدینې ته یې د هر ډول توغندیو توغول بې‌بنسټه بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان تر دې وړاندې هم پر حوثي ډلې تور لګولی و چې پر خپلو مقدسو ځایونو او ښارونو یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د سیمې امنیت او د مقدس ځایونو ساتنه د منځني ختیځ په سیاست کې خورا حساس ارزښت لري او دغه پېښې کړکېچ نور هم پیاوړی کوي.

سرچینه: الجزیره

🌐

Author