د پاکستان د خیبرپښتونخوا پولیسو اعلان وکړ چې د دغه ایالت په کوهات سیمه کې د وسله‌والې نښتې پر مهال لږ تر لږه ۱۰ پولیس سرتېري او ۱۸ وسله‌وال وژل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د چهارشنبې پر شپه د نومبر پر ۱۲مه نېټه د پولیسو د بیان پر بنسټ راپور ورکړ چې دا درنه نښته پر امنیتي ځواکونو له برید وروسته رامنځته شوه.

د راپور له مخې، د پولیسو یو کاروان د سروزرو د غیرقانوني کیندنو د مخنیوي له عملیاتو وروسته د بېرته ستنېدو په حال کې و چې له ناڅاپي برید سره مخ شو. په دې متقابلو ډزو کې ۱۸ بریدګر او ۱۰ تنه پولیس ووژل شول.

پاکستاني پولیسو بریدګر د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال یاد کړي، هغه ډله چې د پاکستان حکومت ورته د «فتنه الخوارج» نوم کاروي.

په رسمي بیان کې همدا راز ویل شوي چې د نښتې په جریان کې ۱۲ نور پولیس سرتېري ټپیان شوي او د درملنې په موخه شفاخانې ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د خیبر پښتونخوا په مهمندو سیمه کې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې دوه پولیس ووژل شول او یو بل سرتېری ټپي شوی و.

سرچینه: ډان ورځپاڼه

🌐

Author