د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل او پر سیمه‌ییز وضعیت یې ورسره خبرې وکړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د سیمې پر روان وضعیت، شته ستونزو او د دوامداره ډیالوګ او خبرو اترو پر اهمیت نظرونه تبادله کړل.

د ښاغلي قانع په وینا، په یاده ناسته کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د طالبانو د ادارې هڅې او لاسته راوړنې وستایل شوې او د ملګرو ملتونو د راپورونو په تړاو د دوی دریځ څرګند شو.

ضمیر کابلوف له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی او تر دې وړاندې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي وو.

روسیه له یوې خوا له طالبانو سره د سوداګرۍ، اقتصاد او نورو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي.

خو بل لور ته، مسکو لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د شتون او فعالیتونو په اړه جدي اندېښنې لري.

سرچینه: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت

🌐

Author