تازه خپاره شوي راپورونه ښيي چې الیس هوانګ د انوېډیا شرکت له مشر جینسن هوانګ سره تر یادېدو مخکې، د چین په مالي بازارونو کې پراخه مخینه درلوده. د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، نوموړې له یوه جنجالي چینايي پانګوال سره اوږدمهاله کاري اړیکې لرلې.

الیس هوانګ د چین د هونان ولایت په یوه کلیوالي سیمه کې زېږېدلې او خپل مسلکي ژوند یې په دولتي ټلویزیون (سي‌سي‌ټي‌وي) کې د خبریالۍ له لارې پیل کړی و. وروسته نوموړې د مالي چارو ډګر ته ولاړه.

د فایننشل ټایمز د معلوماتو پر بنسټ، هوانګ نږدې یوه لسیزه له چینايي پانګوال کانګ وي سره نږدې سوداګریز او شخصي شراکت درلود. دوی د چین په مالي حلقو کې د یوې اغېزناکې جوړې په توګه پېژندل کېدل.

په هغه وخت کې د مالي بازارونو ځینو فعالانو حتی دا انګېرله چې هغوی واده کړی، ځکه چې ګډې اقتصادي پروژې یې پر مخ بیولې.

خو رسمي اسناد ښيي چې کانګ وي له مالي څارونکو ادارو سره ستونزې لرلې او د اسهامو د بازار له مقرراتو د سرغړونو له امله دوه ځله نغدي جریمه شوی و.

دا نوي جزییات ښيي چې هوانګ مخکې له دې چې د مصنوعي ځیرکتیا صنعت ته داخله شي، د چین په خصوصي او مالي سکتور کې له چا سره او څه ډول کار کاوه.

سرچینه: فایننشل ټایمز

🌐

Author