د هند د بنګلورو ښار پولیسو اعلان کړی چې د هاکي د پخواني ستوري امام سومایا د ۱۹۸۰ کال د مسکو د المپیک د سرو زرو مډال په ګډون اته غلا شوي مډالونه بېرته ترلاسه شوي دي.
د پولیسو په وینا، دغه مډالونه تېره میاشت د بنګلورو په ختیځ نیوتیپاساندرا کې د دغه پخواني ورزشکار له کوره غلا شوي وو.
امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دې تړاو دوه مشکوک کسان چې ۳۱ کلن مانیکیا او ۲۵ کلن بهارت نومېږي، نیول شوي دي.
پولیسو څرګنده کړه چې تورن کسان د دوشنبې په ورځ راماناګارا ته څېرمه ونیول شول او د سهشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شول، چېرته چې د اتو ورځو لپاره توقیف ته ولېږل شول.
امام سومایا د مډالونو د موندلو له امله له پولیسو مننه وکړه او ویې ویل داسې احساس کوي لکه دا مډالونه یې چې بیا ګټلي وي.
سرچینه: هندوستان ټایمز
🌐