هند د چهارشنبې په ورځ له سریلانکا سره یو هوکړهلیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د ۵٫۲۸ میلیونه ډالرو وړیا مرستې په ترڅ کې دغه هېواد ته ۱۰۰ نور امبولانسونه وسپاري.
په کلمبو کې د هند د ډیپلوماتیک ماموریت د معلوماتو له مخې، دا هوکړهلیک د هند د روغتیا وزیر جې پي نادا په شتون کې لاسلیک او تبادله شو. دا مرسته د سریلانکا د بېړنیو طبي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره شوې ده.
د هند په مرسته دا بېړني طبي خدمتونه په لومړي ځل د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې د سریلانکا په لوېدیځو او سویل لوېدیځو ولایتونو کې د ۷٫۵ میلیونه ډالرو په مالي مرسته پیل شول. په هغه پړاو کې ۸۸ امبولانسونه، د یوه کال لګښتونه او یو بېړنی مرکز چمتو شوي وو.
وروسته په ۲۰۱۸ کال کې دغه بهیر د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي او د سریلانکا د هغه وخت د لومړي وزیر رانیل ویکرمېسینګې له لوري د ۱۵٫۰۲ میلیونه ډالرو په اضافي مرسته ټول هېواد ته وغځول شو چې ۲۰۹ نور امبولانسونه او روزنیز لګښتونه پکې شامل وو.
د نویو ۱۰۰ امبولانسونو په زیاتېدو سره به د سریلانکا د بېړنیو امبولانسونو د وړیا شبکې موټر لا زیات شي، چې دا مهال ۳۲۲ فعال موټر لري او د «۱۹۹۰ سوا سیریا» تر نامه لاندې فعالیت کوي.
دا روغتیایي اداره هره ورځ د ناروغانو د لېږد له ۱٬۰۰۰ څخه تر ۱٬۲۰۰ پورې بېړنیو زنګونو ته ځواب وايي او په ټول هېواد کې وړیا خدمتونه وړاندې کوي. د هند سفارت دا چاره د دواړو هېوادونو د ګډې همکارۍ یوه غوره بېلګه یاده کړې ده.
د هند د روغتیا وزیر د بیمستیک سازمان د روغتیا وزیرانو په لومړۍ ناسته کې د ګډون لپاره کلمبو ته تللی و؛ هغه سیمهیز سازمان چې هند، سریلانکا او بنګلهدېش په ګډون اووه غړي لري.
سرچینه: په سریلانکا کې د هند سفارت
🌐