په کندز ولایت کې ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د دې ولایت په مرکز کې یو سړی د نامعلومو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.
د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه د کندز ښار د حلبيسازۍ په کوڅه کې شوې او یاد کس د ډزو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینو د دې کس هویت سید نواب مجددي ښودلی او ویلي يې دي چې هغه په دغه ښار کې د یو مېلمستون څښتن و.
د معلوماتو له مخې، سید نواب خپل کور ته نږدې د دوو وسلهوالو کسانو لخوا په نښه شوی او وژل شوی دی.
تر اوسه د دې قتل انګېزه څرګنده نه ده او د طالبانو حکومت سیمهییزو چارواکو هم په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو او په ځانګړي ډول په شمال کې مرموزې وژنې د عامو خلکو د اندېښنې لامل شوې دي.
سرچینه: ۸صبح ورځپاڼه
🌐