د روسيې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ يو لوړپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی او د ملا عبدالغني برادر له لوري يې هرکلی شوی دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت څرګنده کړې چې دغه روسي پلاوی به له بېلابېلو طالب چارواکو سره لیدنې ولري.
د فطرت په وینا، یاد پلاوی به د ملا محمد حسن اخوند او ملا عبدالغني برادر په ګډون له مشرانو سره خبرې اترې وکړي.
د دغو لیدنو اصلي موضوعات پر اقتصادي، سیاسي، تجارتي او ټرانزيټي همکاريو بحث او د اړیکو پراختیا بلل شوې ده.
مسکو په وروستیو کلونو کې له کابل سره خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې پاللې او د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا هڅه کوي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه لوري د سیمې له لارې د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کوي.
سرچینه: د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت څرګندونې
🌐