په کابل کې د سترګو متخصصین خبرداری ورکوي چې په لید کې د تورو داغونو او خوځېدونکو تارونو بې‌پامي کولای شي د سترګې د شبکیې شلېدو او دایمي ړندېدو لامل شي. د ډاکټرانو په وینا، په افغانستان کې د دې ستونزې د پایلو په هکله د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه ده او ډېری ناروغان ډاکټر ته تګ ځنډوي.

د سترګو ډاکټر احمدولید فرهمند وايي، په سترګو کې د هر داغ پیدا کېدل خطرناک نه دي، خو د نویو او ناڅاپي داغونو له پامه غورځول باید ونه‌شي. د هغه په وینا، که تور داغونه د رڼا له ځلاوو یا تورې پردې سره مل وي، دا د شبکیې د شلېدو نښه ده او سمدستي درملنې ته اړتیا لري.

ډاکټران څرګندوي چې دغه ستونزه تر ډېره د سترګې په زجاجیه ماده کې د بدلونونو له امله رامنځته کېږي او ډېری وخت له ۴۰ کلنۍ وروسته د عمر له زیاتوالي سره تړاو لري. خو شدید نږدې لید، ضربه، التهاب او د جراحۍ مخینه هم په رامنځته کېدو کې یې لوی رول لوبوي.

جراح او متخصص ډاکټر عبدالواجد د رانجو، شاتو یا ناپاکو دودیزو څاڅکو پر کارولو کلکې نیوکې وکړې. هغه وویل چې دغه دودیز توکي د سترګې دننه خوځېدونکي داغونه نه شي له منځه وړلای او یوازې د سترګو د عفونت او حساسیت سبب ګرځي.

نوموړي وویل چې د کمپیوټر ډېر کارول، د خوب کموالی او د سترګو ستړیا د دې داغونو مستقیم علت نه دی. هغه سپارښتنه کوي چې د عادي داغونو او د شبکیې د خطرناک زیان توپیر یوازې مسلکي کتنې سره کېدای شي او پر وخت اقدام د دایمي ړندېدو مخه نیسي.

شیما، چې ۴۰ کلنه ده، کیسه کوي چې د مېړه لخوا له وهلو او سترګې ته د ضربې له رسېدو وروسته یې لید تت او داغونه پکې پیدا شول. هغې وویل چې په پیل کې یې دا ستونزه د رواني فشار له امله ګڼله، خو بالاخره یې ډاکټر ته په تګ سره روغتیا بېرته وموندله.

اوسمهال په افغانستان کې په سترګو کې د داغونو او د شبکیې د زیانونو د کچې په هکله رسمي او کره شمېرې نشته، خو ډاکټران د عامه پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي.

سرچینه: په کابل کې د سترګو متخصصین

🌐

Author