د طالبانو جنجالي قوماندان عبدالحمید خراساني د پوهنتونونو له لوحو څخه د فارسي ژبې د لرې کولو په غبرګون کې، له دې ډلې سره پر یوځای کېدو پښېماني وښوده. هغه وویل که پوهېدای چې مورنۍ ژبه او قومي هویت یې جرم ګڼل کېږي، غوره یې ګڼله چې مړ شي خو د طالبانو تر بیرغ لاندې لاړ نشي .
خراساني په “قومي او ژبني تبعیض” نیوکې سره وویل چې د اسلامي شعارونو په نوم غولېدلی دی. هغه خبرداری ورکړ چې په هغه نظام کې چې د اسلامي توب ادعا کوي تعصبي چلند د شرم ځای دی او د فرعون په څېر د تاریخي ظالمانو برخلیک یې ور یاد کړ .
دغه تاجک توکمه قوماندان ټینګار وکړ چې د پوځي دفاع توان لري، خو د “فتنې او د بې ګناه وینې تویدو” له وېرې یې چوپتیا غوره کړې ده. د هغه خبرې د طالبانو په لیکو کې د داخلي درزونو او قومي نارضایتیو پراخ انعکاس دی .

عبدالحمیدخراساني #طالبان #فارسيژبه #تبعیض #قومپالنه #پنجشیر #افغانستان #کورنی_سیاست #اعتراض #هویت

Author