په افغانستان کې د سویس د انکشافي همکارۍ دفتر څرګنده کړې چې له طالبانو سره د دوی اړیکې یوازې د چاپیریال ساتنې، د راستنېدونکو ملاتړ او ماین پاکۍ په څېر تخنیکي برخو پورې تړلې دي. د سویس‌انفو د معلوماتو له مخې، د سویس بشري مرستې له طالبانو سره له مستقیمې همکارۍ او سیمه‌يیزو مسوولینو ته له پيسو ورکولو پرته وېشل کېږي.

په افغانستان کې د سویس د استازولۍ مشر اریک مارکلي او د هغه مرستیالې پامیلا استاتاکیس له سویس‌انفو سره په مرکه کې د خپلو بشري فعالیتونو جزئیات شریک کړل. مارکلي وویل چې د دوی دفتر د ۲۰۲۵ کال له مارچ راهیسې د ۵ سویسي او ۱۰ افغان کارکوونکو په مرسته په کابل کې فعال دی.

د سویس د استازولۍ مشر زیاته کړه چې ښځې، نجونې او بېځایه شوي کسان تر هر چا زیات مرستو ته اړتیا لري. پامیلا استاتاکیس وویل چې په کابل کې حضور سویس ته دا زمینه برابروي چې د افغانانو اړتیاوې له نږدې وڅاري او پر پروژو رڼه څارنه ولري.

د استازولۍ مرستیالې څرګنده کړه چې ښځې اوس هم په ځینو سکتورونو لکه روغتیا، لومړنیو ښوونځیو او سوداګرۍ کې فعالیت لري. نوموړې وویل چې سویس په کندهار ولایت کې د ښځو د یوه پناه ځای او د ښځینه خبریالانو لپاره د آنلاین روزنې د پروګرام مالي لګښت ورکوي.

سویسي ډیپلوماتانو وویل چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې وتلو د افغانستان روغتیایي او مرستندویه بهیر ته دروند زیان رسولی دی. دوی ټینګار وکړ چې د پروژو پلي کول که څه هم د طالبانو په رسمي اجازه کېږي، خو له هغوی سره هېڅ ډول مستقیمې مالي راکړې ورکړې نشته.

دغه دفتر خپلې چارې د ملګرو ملتونو د ادارو، د سرې میاشتې نړیوالې کمیټې او سیمه‌يیزو مرستندویه بنسټونو له لارې عملي کوي. مارکلي څرګنده کړه چې سویس د شاوخوا ۲۵ میلیونه سویسي فرانک، چې ۲۹.۶ میلیونه ډالره کېږي، په لګولو سره د افغانستان یو ستر مرستندوی پاتې شوی دی.

سرچینه: سویس‌انفو

🌐

Author