د استونیا د تالین د تورې شپې نړیوال فلمي فیستیوال په دېرشمه دوره کې د «یوازې غواړم له خپلې مور سره خبرې وکړم» په نوم یو خپلواک فلم نندارې ته وړاندې شوی دی. دا فلم د محسن ربیعي له لوري جوړ شوی او ریحانه پارسا پکې مرکزي رول لوبولی دی.

دغه فلم په ترکیه کې د یوې کډوالې ایراني نجلۍ د یوه پېچلي او له اضطرابه ډکې ورځې کیسه بیانوي چې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو اجازه نه لري.

د کیسې پر بنسټ، ریحانه د یوې لویې کاري ناستې لپاره د تګ پر مهال په ټولنیزو شبکو کې خبر ترلاسه کوي چې په تهران کې د هغې د مور کور ته نږدې برید شوی دی.

په ایران کې د انټرنېټ د بندېدو له امله، له خپلې مور سره د هغې پرله‌پسې تلیفوني اړیکې بې‌پایلې پاتې کېږي او دا په خپل موټر کې د بې‌برخلیکۍ په حالت کې ایساره پاتې کېږي.

دا اثر په ډېرو کمو امکاناتو او کوچني ټیم سره جوړ شوی او شپږ کاله وروسته سینما ته د ریحانه پارسا د بېرته راستنېدو او د هغې د شخصي کډوالۍ تجربې انځوروي.

د فلم منتقدین وايي چې دغه تجربه تر ډېره په نږدې تصویرونو او د یوه لوبغاړي پر احساساتو ولاړه ده او هڅه کوي چې په غربت کې د جګړې او کډوالۍ سختۍ وښيي.

سرچینه: بي بي سي

🌐

Author