په فرانسه کې د افغان ښځو د حقونو فعالانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیک محرومیت د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني. هغوی په یوه پرېکړه‌لیک کې له نړۍ وغوښتل چې د طالبانو حکومت ځواب‌ویونکی کړي او ورسره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي.

دا غوښتنې د افغان ښځو د خبرو اترو بهیر په دویم کنفرانس کې مطرح شوې چې د شنبې په ورځ، د لړم په ۳۰مه، د فرانسې په الفورویل ښار کې جوړ شو. په دې غونډه کې د بشري حقونو فعالانو، څېړونکو، خبریالانو او مدني استازو برخه اخیستې وه.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت لخوا له زده‌کړو، کار، د تګ‌راتګ له آزادۍ او ټولنیز ګډون څخه د ښځو بې‌برخې کول د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تعقیب او د بشریت ضد جنایت ګڼل کېږي.

په پرېکړه‌لیک کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د نړۍ له هېوادونو غوښتنه شوې چې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې هڅې ګړندۍ کړي. همدارنګه د افغان نجونو لپاره د ښوونیزو بورسیو او فرصتونو د پراخېدو غوښتنه وشوه.

برخه والو همدارنګه د هغو ښځو او مدني فعالانو لپاره د خوندي او قانوني لارو برابرول وغوښتل چې له خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او مخکیني سرتېري.

د پرېکړه‌لیک په یوه بله برخه کې د فرانسې له حکومت څخه وغوښتل شول چې له طالبانو سره له هر ډول تعامل څخه ډډه وکړي چې د دې ډلې د مشروعیت لامل کېږي. دا ناسته د کلبه دوست ټولنې له خوا جوړه شوې وه.

سرچینه: په فرانسه کې د افغان ښځو د کنفرانس پرېکړه‌لیک

🌐

Author