د نړۍ د ویډیويي لوبو یو تر ټولو مشهور اثر، جیټيای ۶، له دیارلس کاله انتظار وروسته بالاخره بازار ته راووت او په لومړیو ورځو کې یې بېسارې مالي بریا خپله کړه. خو د اکانومسټ مجلې د راپور له مخې، د جوړولو د لوړو لګښتونو او د زړو لوبو دوامداره محبوبیت ته په کتو، شرکتونه ښايي نور زړه ښه نه کړي چې په دې کچه لویې او ګرانبیه لوبې جوړې کړي.
د دغې لوبې پر جوړولو څه باندې یو میلیارد ډالره لګښت راغلی دی. د راکسټار شرکت لخوا جوړه شوې دغه لوبه د وایسسیټي په خیالي ښار کې د جیسن او لوسیا په نوم د دوو غلو کیسه بیانوي. د رویټرز د خبر له مخې، د دغې لوبې پلور د لړم تر ۲۸مې پورې درې میلیارده او ۷۹۰ میلیونه ډالرو ته ورسېد او په میټاکریټیک وېبپاڼه کې یې له سلو ۹۹ نمرې واخیستې.
د اکانومسټ د شننې له مخې، اوسمهال پخوانۍ لوبې لکه فورټنایټ، ماینکرافټ او کال اف ډیوټي کلونه کلونه د لوبغاړو وخت بوخت ساتي. د سټیم پلورنځي شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې یوازې ۱۴ سلنه وخت نویو خپرو شویو لوبو ته ځانګړی شوی و، چې دا نویو لوبو ته لوی چلنج دی.
بل خوا، اټکل کېږي چې د لوبو د نویو کنسولونو بیې له زرو ډالرو واوړي، او همدا چاره له مصنوعي ځیرکتیا سره یوځای ډېری لوبغاړي د موبایل او ساده کمپیوټري لوبو خوا ته بیايي.
سرچینه: اکانومسټ او رویټرز
🌐