د طالبانو د امربالمعروف مامورینو د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۱۲۴۸ د موسیقۍ آلې او د سندرو کیسټونه وسوځول. طالب چارواکو وویل چې د دې کار موخه د ناوړه دودونو مخنیوی دی.طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د موسیقۍ فعالیتونه محدود کړي او د موسیقۍ ښوونځي یې تړلي دي. د امربالمعروف قانون هم محتسبان مکلفوي چې د موسیقۍ د فعالیتونو مخه ونیسي.بشري او کلتوري بنسټونه خبرداری ورکوي چې دا اقدامات د افغانستان د موسیقۍ میراث ته زیان رسوي. ګڼ هنرمندان د ګواښونو او محدودیتونو له امله هېواد پرېښودو یا پټ ژوند کولو ته اړ شوي دي.#ننګرهار #موسیقی #کلتور #افغانستان

🌐

Author